د لوګر په ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د هرکلي کمپاین پیل شو
د لوګر د پوهنې ریاست په خپلو اړوندو ښوونځیو کې د نویو راغلو ماشومو زده کوونکو د هرکلي، ستاینې او ښه راغلاست کمپاین پیل کړ.
د یاد کمپاین د پیلېدو په غونډه کې، چې د بي بي آمنې د نجونو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال،د دغې لېسې مدیرې نفیسې بها، د حضرت عمر فاروق (رض) لېسې آمر لطف الله ستانکزی، د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې مرستیال سید اجمل شاه سروش او د القلم خصوصي ښوونځي مدیر محمد شفیق منیب برخه لرله.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد کمپاین د پیل پر مهال وویل، چې د دغه کمپاین موخه ښوونځیو ته د نویو راغلو ماشومانو هرکلی، ستاینه او زده کړو ته د هغوی هڅول دي.
هغه له دولتي چارواکو، سوداګرو، شتمنو خلکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او له خلکو وغوښتل،چې په یاد کمپاین کې برخه واخلي او ښوونځیو ته د نویو راغلو ماشومانو هرکلی او ستاینه وکړي.
د غونډې په پای کې د پوهنې رئیس په یاد ښوونځي کې نویو راغلو ماشومو زده کوونکو ته د هرکلي او ښه راغلاست ویلو تر څنګ دوی ته د ګلانو ګېډی او درسي توکي ورکړل او هغوی یې وهڅول، چې خپل همزولي هم ښوونځیو ته را وبولي.
وروسته د پوهنې رئیس د دارالهدیٰ خصوصي ښوونځي او بیا د حضرت عمرفاروق (رض) د هلکانو لېسې ته ولاړ او د دغه دواړو ښوونځیو نویو راغلو ماشومو زده کوونکو ته یې هرکلی او ښه راغلاست ووایه.
د لوګر د پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته سپارښتنه کړې ،چې د خپلو ولسوالیو په ښوونځیو کې د نویو راغلو ماشومانو هرکلی او ستاینه وکړي.
