د لندن نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان پوهنې وزیر د Discovery Education بنسټ له استازي سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۱:۳۹
د لندن نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان پوهنې وزیر د discovery educationبنسټ له استازي سره وکتل.

پوهنې وزارت- لندن: پوهنې وزیر ډاکټر محمدمیرویس بلخي د ۲۰۲۰ د ښوونې او روزنې نړیوالې غونډې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د discovery education نړیوال بنسټ د ښوونې برخې له مدیر فواد سوزعلي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې پوهنې وزیر ډاکټر بلخي او د discovery education نړیوال کنفرانس د ښوونې برخې له مدیر فواد سوزعلي سره په افغانستان کې د تجربو د تبادلې او د ښوونیزو خدمتونو بدلون په برخه کې د جدي همکاریو پر پیل ټينګار وکړ.

ډاکټر بلخي په دې لیدنه کې د مرکز په ګډون د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونیزو خدمتونو په برخه کې د پوهنې وزارت لاسته راوړنو د تشریح ترڅنګ، د هیواد د ښوونې او روزنې ستونزې او زیانونه هم تشریح کړل.

پوهنې وزیر د ښوونې او روزنې ښه والي لپاره د discovery education بنسټ سره د همکاریو د نوي فصل له پیل څخه د خوښي د څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان ماشومانو د ښوونې او روزنې څخه د نړیوالو مرسته کوونکو د ډير ملاتړ غوښتونکۍ شو.

د discovery education نړیوال بنسټ د ښوونې برخي مدیر په دې لیدنه کې د افغانستان د ښوونې او روزنې سره پر همکاریو ژمنه وکړه او په مصر او یو شمیر نورو هیوادنو کې د نرم افزارانه ښوونیز نصاب په برخه کې د یاد بنسټ د بریالیو تجربو څخه یادونه وکړه.

د discovery education بنسټ استازي په افغانستان کې د نرم افزارانه ښوونیز نصاب طرحي پلي کولو لپاره چمتوالۍ وښود.

د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د 2020 The Education World Forumنړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۲ نیټې (د تلې د ۲۹ مې څخه د سلواغې تر ۲مې ) پورې په لندن کې د تر سره کیدو په حال کې ده، انګلستان هیواد ته سفر کړۍ دۍ.

د ښوونې او روزنې نړیواله غونډه هر کال دا نړیوال کنفرانس د ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو د پوهنې وزیرانو او استازو په شتون کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي، په ښوونیزو سیستمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونه او روزنه کې د نړیوالو نویو لارو د کارونې په موخه تر سره کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS