د لغمان ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ د پوهنې وزیر په شتون کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۲۰:۳۲
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ د پوهنې وزیر په شتون کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

پوهنې وزارت- لغمان: د لغمان پوهنې ریاست نوې ودانۍ د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب الرحمن کریمي او ورسره مل پلاوو له لوري د پرانستلو ترڅنګ ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
دا پرانسته لغمان ولایت ته د پوهنې وزیر د یوه ورځني سفر په لړکې تر سره شوه.
پوهنې وزیر د لغمان پوهنې ریاست نوي اداري کمپلکس په پرانسته کې وویل چې دا ودانې ۳۲ اداري خونې لري چې د دولت د ۲۵ میلیونه افغانیو پراختیایي او عادي بودجې څخه جوړه شوي ده.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر په ټول افغانستان کې د یوه معیاري ښوونې او روزنې جوړلو په لاره کې ولایتونو ته سفر کوي او له نژدې د ښوونې او روزنې حالت څیړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS