د سرپل ولایت په څو ولسوالیو کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو
د پوهنیز کیفیت لاښه والي او د ښوونکو علمي او عملي ظرفیتونو لوړولو په موخه، د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د سوزمه قلعه، الفتح او کوهستانات ولسوالیو د ۸۵ بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي مضمونونو په برخه کې شپږ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.
یاد روزنیز سیمینار په رسمي ډول د پورته ذکر شویو ولسوالیو د پوهنې چارواکو او د ساینس مرکز علمي غړو په حضور کې پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې، د سرپل ولایت پوهنې ریاست چارواکو د پوهنې په سیسټم کې د ښوونکو په بنسټیز دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښوونکو مسلکي مهارتونو لوړول د پوهنې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، او د داسې روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د تدریسي مېتودونو په ښه کولو، د مسلکي پوهې کچې لوړولو او د زده کوونکو د زده کړې کیفیت پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبوي.
