په هرات ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره ورکشاپ جوړ شو 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۳۷
لیب

د مسلکي وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ چې موخه یې "د اغېزمن تدریس او زده کړې هڅول" دي، د هرات ولایت شاوخوا ۱۱۰ تنو د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو، د تدریس مېتودونو پیاوړتیا او د تعلیمي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو باندې تمرکز درلود.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ښوونکو د مسلکي پراختیا لپاره د داسې پروګرامونو ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې په ښوونځیو کې د تدریسي کیفیت ښه کولو لپاره یو اغېزمن ګام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت شخیل‌اباد ولسوالۍ اړوند «خیرالمدارس» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د سیمه‌ییزو خلکو په ۲۰۰ زره افغانیو مالي ملاتړ پیل شوې وې، بشپړې او ګټې اخیستنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

په کندوز کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه 

د کندوز ولايت مرکز اړوند حاجي ګلستان لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د شاوخوا ۳ لکه ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه٠
 دغه ودانۍ ۱۲ درسي خونې  مجهز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۲
Background image

پکتیکا کې د ښوونکو او سرښوونکو د وړتیا لوړونې درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د پکتیکا ولایت د مټاخان، خوشامند، جاني‌خېل او وازې‌خوا ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو ۶۰ ښوونکو او ۱۵سرښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې درې ورځنۍ برنامه پیل شوه.
د یادې برنامې بنسټیزه موخه. . .

BACK TO NEWS