د زابل د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالي کورسونه جوړ شول
پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د د دولسم ټولګي ذکور او اناثو زده کوونکو ته د کانکور چمتوالي کورسونه جوړ شول.
د کانکور د چمتوالی یاد کورسونه په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي په مالي لګښت د پوهنې رياست په چوکاټ کې جوړ شوي، چې د دولسم ټولګي نجونۍ او هلکانو
زده کوونکو ته به د اتو مجربو ښوونکو له لوري تدريس ورکول کيږي.
په هغه غونډه کې چي په همدې موخه جوړه شوي وه ، د زابل د پوهنې رييس نصرالله زاهد د محترم زابلی نه په مننی سره وویل : چې ښاغلي زابلي هرکال د زابلي ځوانانو لپاره دا ډؤل کورسونه جوړ کړي او زده کوونکو په پراخه کچه پکښې برخه اخيستې. ده له زده کوونکو وغوښتل چې په دې کورسونو کې برخه واخلي او له وړاندې شويو مالوماتو يې ګټه پورته او راتلوونکي کانکور ازموينه کې يې و کاروي.
همدارنګه په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي او ددې جرګې د شکایتونو د کمیسیون مشر ډاکټر زلمي زابلي په خپلو خبرو کې وويل چې تير کلونه ډير کم زابلي ځوانان لوړو زده کړو ته بريالي کيدل ځکه نو مې اړينه و بلله چې ځوانان مخکې له دې چې کانکور ازموینه ورکړي بايد د کانکور ازموينې او موضوعاتو سره اشنا شي، چې و توانيدو د اتو مسلکي ښوونکو په مټ او له کابل څخه د درسي کتابونو په راوړلو سره خويندو او وروڼو ته مو د کانکور چمتوالي کورس زمينه مساعده کړه.
