د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځې په ویاړ
پوهنې وزارت ته اوه تنه ممتاز زده کوونکې وروپيژندل شول!
د ننګرهار د پوهنې ریاست د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په موخه او د پوهنې وزارت د لارښوونې سره سم د ټاکل شوې کمیټې تر لارښوونې او څارنې لاندې اوه تنه د لوړو نمرو تر لاسه کوونکې زده کونکي پوهنې وزارت ته وروپېژندل شول.
د یاده ولو وړ ده، چې لومړی د جلال اباد ښار او دوه ویشت ولسوالیو دښوونځیو څخه دوه ویشت تنه ممتاز زده کوونکي پوهنې ریاست ته معرفې، چې وروسته له یادو زده کوونکو د ګمارل شوې ګمیټې په حضور کې ازموینه واخیستل شوه او په شفاف ډول اوه تنه د لوړو نمرو تر لاسه کوونکې زده کونکي پوهنې وزارت ته وروپېژندل شول.
همدارنګه د ټولو ولایتونوله بریالي شوو ممتازو زده کوونکو څخه به په کابل کې بیا ازموینه اخیستل کیږي او سل ممتازو زده کوونکو ته به د خپلواکۍ د سلمې کلیز په ویاړ د ولسمشر له خوا جایزې ورکول شي.
