د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست لخوا ۵ ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۱۰
21

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په نوښت، د "څارنې او ساتنې" تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی سیمینار د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو د ۱۸۰ تنو رئیسانو او آمرینو په ګډون پای ته ورسېد.

په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت له لوري د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مفتي حبیب‌الله "قتاده نوري"، د مالي او حسابدارۍ رئیس مولوي صدرالدین "سعد"، د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق"صدیق" او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري ګډون درلود.

د مسئولینو په وینا د همدغه سیمینار اساسي موخه د څارنې او ساتنې د بهیر پیاوړتیا، اداري روڼتیا، د کړنلارو پېژندګلوي، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د وړتیاوو لوړونه، او د ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ رامنځته کول وو.

د سیمینار په پای کې د پوهنې وزارت مالي او حسابدارۍ رئیس د خپلې وینا پرمهال وویل: "دا ډول پروګرامونه نه یوازې زموږ د اداري چارو لاروڼتیا ته ګټه رسوي، بلکې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې هم لوړوي او موږ ژمن یو چې ترلاسه شوي مهارتونه په خپلو ادارو کې پلي کړو."

یاده غونډه د مفتي حبیب‌الله "قتاده نوري" په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د پوهنې وزارت کارکوونکو لپاره لارښود او روزنیز سیمینار پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا، د یاد وزارت د مرکزي هستې منسوبینو او غړو لپاره لارښود او روزنیز سیمینار ترسره شو.

د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

پکتیا ولایت کې د څه کم ۳۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ښوونیزو موادو او مرستندویه خېمو د وېشلو پروسه پیل کړه.

په دې مرستو کې درسي کتابونه، د زده‌کوونکو او ښوونکو لارښودونه، اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۳
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست لخوا د "۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د پرمختګ پلي کولو او تشرېح" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د څارنیز مدیریت روزونکو په همکارۍ، د پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS