خوست کې د ښوونکو د بایومیټریک پروسه پیل شوه
په خوست ولایت کې د اسان خدمت د لورې د ښوونکو د بایومیټریک پروسه پیل شوه چې په یوې میاشت په جریان کې به ټول ښوونکي د معاشاتو لپاره ثبت او بایومیټریک کړي. دا پروګرام د خیالي ښوونکو د مخنیوي تر څنګ له ښوونکو سره مرسته کوي چې له دې وروسته د موبایل له لارې خپلې تنخوګانې تر لاسه کړي. دا لومړی ځل دی چې خوست کې د اسان خدمت پروګرام پیل شو او چارې یې په چټکۍ پرمخ ځي.
