بادغیس ولایت د ښوونکو دکمښت ستونزه نلري
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د بادغیس پوهنې رئیس ذکریا رحیمي د بادغیس ولایت په ښوونځیو کي د ښوونکوکمښت د حل په موخه خبري وکړي.
په دي لیدنه کي چي نن ورځ پوهنې وزارت کي تر سره شوه د بادغیس پوهنې رئیس ذکریا رحیمي د ښوونې او روزنې وروستني حالت د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د بادغیس ولایت پوهنې وروستني راپور له اوریدو وروسته، په یاد ولایت کي د زده کړي خدمتونو د ښه والي لپاره لازمي لارښوونې ورکړي.
د بادغیس پوهنې رئیس یاده کړه چي په دي ولایت کي د ۲۸۶ ښوونځیو لپاره ځمکه برابره شوي چي د دي ښوونځیو ودانیو جوړولو په صورت کي به د ښوونځي وداني ستونزه ونلري.همدارنګه د کانکور له لاري د ۳۶۸ ښوونکو او د حق الزحمه ښوونکو جذب سره به په بادغیس ولایت کي د ښوونکوکمښت ستونزه و نه لیدل شي.
