امریکا ته د پوهنې وزیر سفر/3
پوهنې وزیر "هیڅ ماشوم له زده کړې بې برخې پاتې نشي" په غونډه کې ګډون وکړ او په افغانستان کې د ښوونځي څخه پاتې ماشومانو لپاره د نړیوالې ټولنې د پراخه ملاتړ غوښتونکۍ شو.
پوهنې وزارت- نیویارک: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي امریکا ته د خپل سفر په لړ کې، د ښوونځې څخه بهر ماشومانو ملاتړ پرواګرم کې چې د ECW(زده کړه انتظار نه کوی) بنسټ له لوري د یونیسف په مرکزي دفتر کې تر سره شو،ګډون او وینا وکړه.
پدې غونډه کې لسګونو هیوادونو، سازمانونو او تمویل کوونکو بنسټونو برخه اخیستې وه.
ډاکتر بلخي یادې غونډې ته د خپلې وینا په لړ کې د افغانستان ښوونې او روزنې په لاره کې شته ننګونو او ستونزو ته د اشاري تر څنګ، د هیواد ماشومانو ښوونې او روزنې لپاره د نړیوالو همکارانو د ډیر ملاتړ غوښتونکۍ شو.
پوهنې وزیر د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) نړیوال مسئول او نورو بنسټونو او تمویل کوونکو همکارانو څخه غوښتنه وکړه تر څو په ټول هیواد کې زده کړي ته د ماشومانو یوشان لاسرسي او ښوونې او روزنې ښه والي په موخه د نړیوالې ټولنې د ډيرو مرستو د جلبولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړ ده چې ECW(زده کړه انتظار نه کوي) سږ کال وکولای شول د ښوونځې څخه پاتې ماشومانو ملاتړ لپاره ۶۹۰ ملیونه ډالره مرسته ټوله کړي چې ښایي د دې مرستو يوه برخه افغان ماشومانو ته ځانګړې شي.
د یادونې وړه ده چې پوهنې وزیر د High Level Steering Group Meeting غونډه کې د ګډون په موخه چې د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په کوربتوب د سپتمبر میاشت په ۲۴ او ۲۵ تر سره شو، امریکا ته سفرکړي دي.
