د لغمان پوهنې ریاست مرکز پورې اړوند د جعفر طيار ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو!
د پوهنې وزارت_لغمان: د جعفر طيار د ښوونځي ودانۍ چې دولس درسي خونې، څلور اداري خونې، لس مبرزونه، اويا متره د احاطې ديوال، يوه حلقه د څښاک د اوبو څاه لري او د ۲۰۰ ميزونو او ملحقاتو سره د ۱۲۹۱۲۸۵۹ افغانيو په لګښت د وحيد عبدالله رغنيز شرکت له لوري د يوه کال په اوږدو کې ورغېده او رغنيزې چارې یي بشپړې شوې چې په یوه وخت کې کابو ۶۱۲ تنه زده کوونکي پکې زده کړې کولای شي. د يادولو وړ ده چې ياد لګښت د هندوستان هيواد له لورې مرسته شوي.
یاد مراسم د لغمان والي محمد آصف ننګ او د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي له لوري د پټۍ په پريکولو سره پاى ته ورسيدل.
