د هلمند پوهنې ریاست له لوري د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست له لوري د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول.
د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه چي د هلمند ولایت پوهني ریاست اړوند د روغتیا مدیریت له لوري دملالی عالي لیسي په انګړ کې جوړه شوي وه ، د پوهني رئیس محمد داود شاه صفاري، د عامي روغتیا د چاپیریال ساتني امر ډاکټر محمد صدیق قانع، د حج اوقافو نمائنده مولوي خلیل احمد، د کلیو د رغوني او پراختېا ریاست نماینده، هلمند کي سته خیریه بنسټونو، ښوونکو او ګڼو زده کوونکو هم برخه لرل.
په پیل کې د هلمند پوهني ریاست رئیس محمد داودشاه صفاري د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه کي تر ډيره لاس مینځلو او حفظ الصحې پر مراعت ټینګار وکړ او له ټولو ګډونوال يې غوښتنه وکړه ترڅو د ژوند په ټولو پړاونو کي د حفظ الصحې مراعت ته توجه وکړي.
پر ورته وخت بیا د عامي روغتیا ریاست د چاپیریال ساتني امر ډاکټر محمد صدیق قانع د روغتېا له اړخه او د حج اوقافو نماینده مولوي خلیل احمد د اسلام له نقطې نظره د لاس مینځلو او په عامه توګه د حفظ الصحې د مراعت پر ګټو او نفې رڼا واچول او له ټولو ګډون کوونکو يې غوښتنه وکړه ترڅو له خپلو کلیوالو، ټولګیوالو او کورنیو سره خپل تر لاسه شوي معلومات شریک کړي او وکولای له ویروسونو او امراضو پاکه ټولنه ولرو.
د یادوني وړ ده چي د غونډي په ورستیو کي د ملالۍ ښوونځۍ د زده کوونکو له لوري د پوهنې رئیس ته چمتو کړې ډالۍ ورکړل او د عامي روغتیا د چاپیریال ساتني آمر او د پوهنې رئیس له لوري د لاس مینځلو طریقه زده کوونکو ته ور وښودل شوه.
