د لغمان د زده کوونکو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره شوې
د پوهنې وزارت_لغمان: د ماشومانو نړيوال کنوانسيون ديرشمې کاليزې په وياړ د لغمان ولايت د پوهنې رياست اړوند ښوونځيو ترمنځ سيالۍ په لاره واچول شوه.
یاده سیالۍ دلغمان ولایت د مرکز او ولسواليو د ۷۸ تنو د ابتدايه،متوسطه او ليسې دورې زده کوونکو ترمنځ په لاره واچول شوه .
د سیالۍ په پیل کې د پوهنې رئيس عبدالله حميدي د ماشومانو پر حقونو او ځانګړي ډول ددوې د تعليم پر حق هر اړخيزې خبري وکړي ، ماشومان يې د هيواد راتلونکى او ددټولنې لپاره تهدابونه ياد کړل ، پر ښوونکو يې سپارښتنه وکړه چې ددې تهدابونو اساس له اوس نه پاخه او کلک کيږدي .
د ازمویني په پايله کې شپږ تنو معيارې نمرې ترلاسه کړې چې درې تنه نارينه او درې تنه يې ښځينه زده کوونکې وې، چې د پوهنې ریاست لخوا په نغدي ډاليو ونازول شول.
هېره دې نه وي ، چې دا شپږ تنه ګټوونکي زده کوونکي به پلازمينې کابل ته د نورو سياليو لپاره چمتو کيږي په ملي سطحه به علمي سياليو کې برخه اخلي .
