د ثور د اتمې په مناسبت د پوهنې وزارت سرپرستې پيغام
د ثور د اتمې په مناسبت د پوهنې وزارت په استازولي خپلې او د وزارت د مشرتابه نيکې هيلې، د افغانستان مجاهد اولس ته وړاندې کوم.
په ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د کمونيستي حکومت پر وړاندې د اسلامي انقلاب بريا، چې د خپلواکۍ د لارې د مبارزينو په هلو ځلو او اتلولۍ تر لاسه شوې، د هيواد په تاريخ کې په زرينو کرښو کښل شوې ده.
په پاى کې يو ځل بيا خپلې نيکې هيلې هيوادوالو ته وړاندې کوم او د خداى تعالى له درباره د تل پاتې سولې او آرامتيا غوښتنه کوم
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته
