په دایکنډي ولایت کې د یو باب دارالحفاظ جوړولو لپاره ځمکه ورکړل شوه
د دايکنډي ولايت شهرستان ولسوالۍ په لرګر کلي کې د ځايي خلکو له لوري، د یو باب دارالحفاظ جوړېدو او ترميم لپاره يوه ټوټه ځمکه پوهنې رياست ته ورکړل شوه.
د ياد کلي اوسېدونکو له پوهنې رياست څخه د زده کوونکو لپاره د زده کړې سرپناه جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دایکنډي پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، د يادې ولسوالۍ له خلکو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د پوهنې رياست به د ياد دارالحفاظ د ترميم لپاره اقدام وکړي.
د يادونې وړ ده، اوسمهال په دغه ديني بنسټ کې زده کوونکي په آزاده فضا کې په زده کړو بوخت دي او د يادې ځمکې له ورکړې سره به یې د سرپناه ستونزه هواره شي.
د مراسمو په پای کې د دايکنډي ولايت پوهنې رياست له لوري پر زده کوونکو درسي کتابونه او مواد ووېشل شول.
