ډاکتر بلخي د پنجشیر ولایت له دیني علماوو او قومي مشرانو سره په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت په بي طرفي خبري وکړي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۴:۱۶
ډاکتر بلخي د پنجشیر ولایت له دیني علماوو او قومي مشرانو سره په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت په بي طرفي خبري وکړي

پوهنې وزارت- پنجشیر:د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کي داځل پنجشیر ولایت ته ولاړ او هلته يي د یاد ولایت د دیني علماو، وکیلانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل او په راتلونکو ټاکنو کي يي د پوهنې وزارت پر بي طرفي ټینګار وکړ.

د پوهنې وزیر څرګنده کړه چي په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت بشپړه د بي طرفي طرحه ولسمشري ماڼۍ ته استولي او کوښښ به کوو چي یاد وزارت د سیاست او ټاکنو تر تاثیر لاندي رانشي ځکه چي پوهنې وزارت یو د ټولګټو وزارت دي.

همدارنګه د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي یادونه وکړه چي نه غواړو داسي یو سیستم ته دوام ورکړو چي تیوري او غیرکاربردي وی او راتلونکي نسل د ټولني د اوږو بار وي نوي ښوونیز سیستم باید داسي وي چي زده کوونکي ځان بسایني ته ورسوي او افغانستان د پرمختګ سبب وګرځي.

د پنجشیر والي کمال الدين نظامي په دي لیدنه کي د ۶ ټیمونو دجوړوني خبر ورکړ ترڅو د ښوونې او روزني د څيړني او بیاکتني لپاره ولسوالیو ته سفر وکړي.

د پنجشیر پوهنې رئیس عتیق الله کریمي د دي ولایت ښوونځي ۱۲۹ بابه وښودل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS