د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ښار لامعه شهید نجونو عالي لیسي څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ښار لامعه شهید نجونو عالي لیسي څخه لیدنه وکړه او د مختلو ټولګیو زده کوونکو ته د ښووني او روزني مقام په باره کي معلومات ورکړل او له هغو څخه یی وغوښتل چي خپل دوهم کور ټولګۍ ته ډیره پاملرنه په دي شعار سره#زمونږـټولګۍ_زمونږ_کور _ وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزیر داکتر بلخي د یادي لیسي له مدیر او ښوونکو سره د خبرو پر مهال د هغوي ستونزی واوریدي او هغوی ته يي لارښونه وکړه ترڅو د هیواد ماشومانو د روزنی لپاره نه ستړی کیدونکی هلي ځلي وکړي.
د یادوني وړ ده چي د لامعه شهید نجونو عالي لیسه د لمړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پوری ۴۰۰۰ زده کونکي لري.
