په پروان کې د څو ښوونځیو ترمنځ خزاني سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲
sdfsd

د پروان ولایت په مرکز کې د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د خزاني دوستانه سياليو ټورنمنټ پایغونډه جوړه شوه.
په دغو سیالیو کې زده‌کوونکو د تکواندو، رسۍ کشولو، رسۍ لوبې، فوټبال، والیبال او کرېکټ په ګډون په شپږو سپورټي څانګو او د منډې وهلو سیالیو کې ګډون کړی و.
یادې سیالۍ د استعدادونو د پېژندنې، د همکارۍ روحیې د پیاوړتیا او د زده‌کوونکو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کولو په موخه جوړې شوې وې، چې په پای کې ګټونکو لوبډلو ته د اتلولۍ کپونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS