د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس ګډونوالو او میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د دغې نوې ودانۍ د جوړېدو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې یاده ودانۍ به د پوهنې وزارت له داخلي مېزانيې څخه په څلورو پوړونو کې په اساسي او پاخه ډول جوړه شي.
ورپسې د کارکوونکو چارو لوى رٸيس محترم مولوي جنت ګل عزيز د خپلو خبرو پر مهال د هېواد په کچه د سرتاسري امنیت او بیارغونې برخو کې لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او له مسوولينـو يې وغوښتل چې په دندو کې صداقت او اخلاص په بشپړه توګه مراعات کړي٠
ټاکل شوې ده چې یاده ودانۍ د د څه د پاسه ٢٥ میلیونه افغانیو په لګښت، په ٤ پوړونو کې د ۱۲ میاشتو په موده کې په اساسي او پاخه ډول جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
