په فاریاب کې د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته څلور ورځنی مسلکي روزنیز پروګرام پرانیستل شو
د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش ریاست پلاوی، چې مشري یې د یاد ریاست رئیس محترم قاري عتیقالله مؤذن کوي، د رسمي سفر په ترڅ کې فاریاب ولایت ته ورسېد او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالله رحماني سره وکتل.
همداراز، د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس د خپل سفر په لړ کې د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي هستې د ۴۰ تنو کارکوونکو لپاره د تفتیش، مالي، تدارکاتو، خدماتو او د عقودو د قانون په برخو کې څلور ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې پروګرام پرانیست.
د دغه پروګرام موخه د کارکوونکو د مسلکي پوهاوي کچې لوړول، د کاري ظرفیت پیاوړتیا، د تخصصي مهارتونو پراختیا او په یادو برخو کې د اداري او مالي اصولو، کړنلارو او مقرراتو په اړه د هغوی د پوهې زیاتول دي، څو له دې لارې د اجراآتو کیفیت ښه، روڼتیا تأمین او اداري چارې په اغېزمنه توګه پرمخ یووړل شي.
