د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۷
514514

پکتیا
د پکتیا ولایت احمدآباد ولسوالۍ اړوند سلام‌خېل لېسې لپاره د ۲۴ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.

تخار
د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ  کتکجیر لېسې لپاره د سیمې د خلکو د ۱۹۰ زره افغانیو په مالي ملاتړ لمریزه برېښنا نصب او یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره برابر شو.

سرپل
په سرپل ولایت کې د کتابونو اړمنو ښوونځیو لپاره ۳۴ زره او ۸۰۳ ټوکه کتابونه راټول او ووېشل شول.

پکتیکا
 د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ له منورې منځني ښوونځي سره د سیمې د یوه اوسېدونکي الحاج ملا محمد قاسم لخوا ۶۰ زره افغانۍ مرسته وشوه، چې د صحي اوبو د اسانتیاوو برابرولو او زده‌کوونکو ته د جامو په برابرولو کې ولګول شوه.

میدان‌وردګ
د میدان‌وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند شهید ډاکټر اسدالله منځني ښوونځي سره د یو معارف‌دوست شخص له لوري ۱۰۰۰ امریکايي ډالره مرسته وشوه، چې د قرطاسیې او اړینو درسي توکو په پېرلو کې مصرف شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار ولایت مهمند درې ولسوالۍ اړوند منګل لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یوه خیریه بنسټ لخوا د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت احمدآباد ولسوالۍ اړوند سلام‌خېل لېسې لپاره د ۲۴ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.

تخار
د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ  کتکجیر لېسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

په فاریاب کې د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته څلور ورځنی مسلکي روزنیز پروګرام پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش ریاست پلاوی، چې مشري یې د یاد ریاست رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن کوي، د رسمي سفر په ترڅ کې فاریاب ولایت ته ورسېد او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي. . .

BACK TO NEWS