د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس سرپل ته سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۹
51521

د پوهنې وزارت د  داخلي تفتیش رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن له مل پلاوي سره سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته د یاد ریاست د تفتیش، مالي، تهیه او تدارکاتو او خدماتو برخو مفتشینو او کارکوونکو ته د مسلکي وړتیا لوړونې یو ورځنۍ برنامه پرانیسته.
همدارنګه  نوموړي د برنامې د پرانیستې په مراسمو کې د تفتیش پر اهمیت، د اداري اصولو او مقرراتو پر رعایتولو، د چارو په ترسره کولو کې پر روڼتیا او د کارکوونکو پر مسوولیت‌پالنې خبرې وکړې او د مسلکي وړتیاوو پر لوړولو او د کاري بهیر پر ښه‌والي یې ټینګار وکړ. 
دغه راز، د پوهنې وزارت د تفتیش ریاست مفتشینو د اړوندو برخو تخصصي موضوعات او اړینې لارښوونې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د یاد ورکشاپ موخه د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د تفتیش، مالي، تهیه او تدارکاتو او خدماتو برخو د مفتشینو او کارکوونکو د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول، د اداري کړنلارو په اړه د هغوی د پوهاوي زیاتول او د کاري وړتیاوو پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د میدان هوایي منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲۸۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس سرپل ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د  داخلي تفتیش رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن له مل پلاوي سره سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۶
Background image

د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې علمي او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزې اړوند حدیقه العلوم خصوصي ښوونځي کې په یوه علمي او اصلاحي برنامه کې ګډون وکړ، ښوونکو. . .

BACK TO NEWS