په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د میدان هوایي منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲۸۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې افتتاح او په رسمي توګه د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول رغول شوې، چې لس درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
همدارنګه، د زدهکوونکو د سپورټي او تفریحي فعالیتونو لپاره د لوبو یو ډګر او د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه د ښوونځي په انګړ کې یو حلقه څاه هم کيندل شوى دى٠
