د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې علمي او اصلاحي برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزې اړوند حدیقه العلوم خصوصي ښوونځي کې په یوه علمي او اصلاحي برنامه کې ګډون وکړ، ښوونکو او زدهکوونکو ته یې علمي او اصلاحي وینا وکړه.
په دې برنامه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی او مسوولینو د اطاعت، په ټولنه کې د نظم او یووالي د ارزښت، د دیني پوهاوي د پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ایمان، علم او ښو اخلاقو ترمنځ د اړیکې، د نفس د تزکیې او اخلاص په اړه هر اړخیزې لارښوونې وشوې.
همدارنګه، د اسلام د سترو علماءکرامو او پوهانو د علمي او اخلاقي ژوند پر بېلګو د عمل کولو، د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ د ساتنې او پالنې او د ځوان نسل په سالمه روزنه کې د علم، ایمان او اسلامي اخلاقو پر مهم رول ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده، چې د دغې برنامې موخه د ښوونکو او زدهکوونکو د دیني او علمي پوهاوي لوړول، د اسلامي اخلاقو پیاوړتیا، د مسوولیتپالنې د روحیې وده او د ځوان نسل سالمه اسلامي او اخلاقي روزنه وه.
