د څلورو ولایتونو ترمنځ د صرف او نحوې علمي سیالۍ، د جایزو په وېشلو پای ته ورسېدې
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په څلورو ولایتونو (کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان) کې د صرف او نحوې په برخه کې ترسره شوې شپږ ورځنۍ علمي سیالۍ، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د جایزو په وېشلو سره پای ته ورسېدې.
په همدې موخه په سمنګان ولایت کې جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي، د یادو ولایتونو د پوهنې رئیسانو، ګڼ شمېر علماءکرامو او مسوولینو ګډون درلود.
د دغو علمي سیالیو غوره ګډونوالو ته د دارالعلومونو ریاست له لوري ځانګړې جایزې په پام کې نیول شوې وې، چې کمپیوټرونه، د قرآن کریم نسخې، جامې او نورې ډالۍ پکې شاملې وې.
