د کابل ولایت زدهکوونکو ترمنځ د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ شو
د کابل ولایت اړوندو ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د علمي استعدادونو د پېژندنې، د نوښتګر تفکر د پیاوړتیا او د څېړنې او نوښت کلتور دودولو په موخه د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ شو.
په دغه المپیاډ کې د کابل ولایت له ۱۱ ولسوالیو څخه د زدهکوونکو شاوخوا ۱۸ علمي او نوښتګرې پروژې وړاندې شوې، چې د ځانګړې تخصصي کمېټې له لوري د خلاقیت، نوښت، عملي ګټې او د وړاندې کولو د کیفیت له مخې وارزول شوې.
په پای کې د زدهکوونکو او د یادې برنامې د جوړوونکو هڅې وستایل شوې او په ښوونځیو کې د علمي استعدادونو پر ملاتړ او د عملي او څېړنیزو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وشو.
