دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې
د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ ولسي مرسته راټوله شوې ده.
همداراز، په یاده ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ هم پرانیستل شو.
د دغه ورکشاپ موخه د ښوونکو د مسلکي پوهې او مهارتونو پیاوړتیا، د تدریس د لارو چارو ښه والی او د ښوونیزو فعالیتونو د کیفیت لوړول دي.
