د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس په جوزجان کې د ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه
د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس له خپل مل تخنیکي پلاوي سره، په جوزجان کې یو شمېر ښوونځیو ته د نویو ودانیو جوړولو له پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو سره په یوه غونډه کې د همکارو ادارو له لوري د پلي شویو پروژو د تخنیکي ارزونې او څېړنې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي مقدس وویل:« د دغه سفر موخه په ښوونیزه برخه کې د همکارو ادارو له لوري د پلي شویو پروژو ساحوي لیدنه، تخنیکي ارزونه او د هغو د وضعیت څېړنه ده.»
نوموړي زیاته کړه، چې له اړینو ارزونو وروسته به د یادو پروژو د وضعیت په اړه تخنیکي راپور چمتو شي.
په ورته وخت کې، د جوزجان پوهنې مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د اړینو څېړنو او ارزونو په ترسره کولو کې به ورسره هر اړخیزه همکاري او همغږي وکړي.
