مولوي حزب‌الله مبشر د جوزجان ولایت پوهنې رئیس په توګه وټاکل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۳
9

د پوهنې وزارت د پرېکړې او منظورۍ له مخې، د کندز ولایت د پوهنې پخوانی رئیس محترم الحاج مولوي حزب‌الله مبشر، د جوزجان ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه او په ورته مهال د جوزجان ولایت د پوهنې پخوانی رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د کندز ولایت د پوهنې رئیس په توګه ګمارل شوی دی.
د جوزجان ولایت د پوهنې د نوي رئیس پېژندګلوۍ په غونډه کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، د جوزجان ولایت یو شمېر چارواکو، د پوهنې وزارت مسوولینو، د دولتي ادارو استازو، علماءکرامو او د دغه ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې په ادارو کې د مسوولینو تبدیلي د چارو لاښه والي او په بېلابېلو برخو کې د وګړو له تجربو او وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې په موخه یو اداري اصل دی.
نوموړي زیاته کړه چې مسوولین باید د دندو بدلونونه د همکارۍ او مسوولیت‌پالنې په روحیه ومني او په هره دنده او مقام کې چې ګمارل کېږي، خپلې دندې په صداقت او ژمنتیا ترسره کړي.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د مسوولیت پر امانتدارۍ د ټینګار ترڅنګ، له مسوولینو وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره او د دغه مهم امانت د ادا کولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنې او ارزونې رئیس هلمند ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت یو پلاوی، د دغه وزارت د څېړنې او ارزونې د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالوکیل مدني په مشرۍ د ښوونکو د ګمارنې بهیر د ارزونې په موخه هلمند ولایت ته. . .

BACK TO NEWS