په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه
د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې لخوا برابر شوي، چې ښوونکو ته یې د غوره تدریسي وسایلو د لاسرسي زمینه برابره کړې او تمه ده، د تدریس د کیفیت په لا ښه والي کې به اغېزمن رول ولري.
