په بادغیس کې له ۲۴۰ زدهکوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه
د یوې خیریه ادارې له لوري د یوه نېک اقدام په ترڅ کې، د بادغیس ولایت په مرکز کې د کوچیانو ښوونځي له ۲۴۰ زدهکوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه.
د مسوولینو په وینا، په مرسته شویو توکو کې بکسونه، کتابچې، قلمونه، پنسلونه او نور د لیکلو او قرطاسیې اړوند توکي شامل دي.
