په بدخشان کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ د سینه کلي د منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، سیمهییزو چارواکو، ښوونکو، د سیمې د خلکو او ځوانانو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ جوړولو چارې به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۱.۴ میلیونه افغانیو په لګښت، یوه پوړ کې د ۱۰ درسي ټولګیو لرلو سره په اساسي ډول ترسره شي.
د بدخشان پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د ښوونځي د ځمکې د پېرلو او ودانۍ جوړولو په برخه کې د سیمې د خلکو د همکارۍ او هڅو مننه وکړه او د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا او ودې په برخه کې یې د خلکو ونډه ارزښتناکه وبلله.
