په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت نوې ودانۍ جوړېږي
د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په ۱ میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته روانې دي.
ټاکل شوې، چې په دې ودانۍ کې شپږ اداري شعبې او یو د غونډو تالار جوړ شي.
د بلخ پوهنې رئیس مفتي محمدشریف عثماني د شورتپې ولسوالۍ پوهنې آمریت د ودانۍ جوړولو په برخه کې د سیمې د خلکو د همکارۍ او لوړ همت ستاینه وکړه او له ملي سوداګرو او همکارو ادارو یې وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې د وضعیت ښه والي په موخه له پوهنې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
