په هرات کې د ۴۰۵ زره زده‌کوونکو لپاره د درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۴۲
6546

د هرات ولایت مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې شاوخوا ۴۰۵ زره زده‌کوونکو ته د ښوونیزو کڅوړو وېش لړۍ پیل شوه.
یادې مرستې د ۱۴۲ میلیونه او ۸۸۸ زره افغانیو په ارزښت د یوه همکار بنسټ لخوا د هرات ولایت پوهنې ریاست ته ورکړل شوې، چې په کې د ښوونځي بکسونه، قرطاسیه او درسي مواد شامل دي.
همدارنګه، ټاکل شوې چې ۱۰ زره او ۵۰۰ ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي او د یو زره ۷۰ بابه ښوونځیو لپاره اداري پاڼې او فورمې هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۴۲
Background image

په هرات کې د ۴۰۵ زره زده‌کوونکو لپاره د درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه

د هرات ولایت مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې شاوخوا ۴۰۵ زره زده‌کوونکو ته د ښوونیزو کڅوړو وېش لړۍ پیل شوه.
یادې مرستې د ۱۴۲ میلیونه او ۸۸۸ زره افغانیو په ارزښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې؛ د پوهنې وزارت د یو کال کړنو او لاسته‌راوړنو راپور وړاندې شو

 د اسلامي ام/ارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام له لارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د پوهنې وزارت مهمې لاسته‌راوړنې او کړنې له رسنیو او خلکو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۱:۱۱
Background image

په کاپیسا کې د زده‌کوونکو د لاسي جوړو شویو اثارو سیالیز نندارتون جوړ شو

د کاپیسا ولایت کوهبند ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو د لاسي جوړو شویو اثارو سیالیز نندارتون، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید محمد فیضي په ګډون جوړ شو.
د پوهنې. . .

BACK TO NEWS