په کاپیسا کې د زدهکوونکو د لاسي جوړو شویو اثارو سیالیز نندارتون جوړ شو
د کاپیسا ولایت کوهبند ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د زدهکوونکو د لاسي جوړو شویو اثارو سیالیز نندارتون، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید محمد فیضي په ګډون جوړ شو.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د دغه نندارتون اساسي موخه د سالمو سیالیو رامنځته کول، د زدهکوونکو هڅول او د هغوی د استعدادونو وده او پیاوړتیا ده.
