هلمند کي کلنۍ ازمویني پیل شوې
د جوزا یا غبرګولي لومړۍ د هیواد په ګرمسیرو سیمو کي کلنۍ ازمویني اخستل کیږي چي نن یاده لړۍ د هلمند ولایت ټولو ښوونځیو کي پیل سوه.
د کلنو ازموینو د ښه څارني او شفافیت په موخه د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د شهید انجینر عبدالمتین عالي لېسې او د انجونو مرکزي لیسې د ازموینو څخه لیدنه وکړه.
صفاري وویل د کلنیو ازموینو پیل په ډېر ښه ډول سره شوی دي او د خنډ او ځنډ پرته به تر اختر پوري یادي ازمویني پای ته ورسیږي.
د هلمند پوهنې رئیس همدا راز ټینګار وکړ چي ټولي ازمویني دي په شفاف ډول واخستل شي تر څو د زده کوونکو هڅه خپلو زده کړو ته ډېره او ښه ظرفیت تر لاسه کړي.
د یادوني ده چي د جوزا لومړۍ د ټول هیواد په ګرمسیرو سیمو کي کلنۍ ازمویني پیلیږي چي د همدې میاشتي تر پنځلسمي نېټې پوري دوام کوي.
