د لغمان ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې پراختیا لپاره یو جریب ځمکه وقف شوه
د لغمان ولایت دولتشاه ولسوالۍ اړوند عبدالرحمن بن عوف «رضي الله عنه» دیني مدرسې د ودانۍ پراختیا په موخه، د سیمې یوتن علمپرور او خیرخواه شخصیت حاجي نور احمد له لوري یو جریب ځمکه وقف شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو، د نوموړي له دغه ارزښتناک ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل:« د یادې ځمکې ارزښت شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ اټکل شوی، کوم چې د پورته ذکر شوې مدرسې د ودانۍ پراختیا لپاره به ترې ګټه واخیستل شي».
