د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیز سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۳۳
646

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت، د کابل ښار اړوند د اتمې، نهمې، دولسمې او شپاړسمې ښوونیزو حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سیمینار د استاد عبدالحق بیتاب لېسې د غونډو په تالار کې ترسره شو.
په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس مولوي جنت‌ګل عزیز، د دعوت او ارشاد رياست مسوولينو، د یادو ښوونیزو حوزو ښوونکو او یو شمېر علماءکرامو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس مولوي جنت‌ګل عزیز ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اسلام مبارک دین په رڼا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک صورت او سیرت د پیروۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او له بې‌ځایه تقلیدونو څخه د مخنيوي په اړه تفصیلي علمي وینا وکړه.
نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې د اسلامي شریعت د لارښوونو له مخې د زده‌کوونکو په ښوونه او روزنه کې خپل ستر ديني او ملي مسوولیت په پوره اخلاص ادا کړي او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د پلي کېدو په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره همکاري وکړي.
په ورته مهال، د پورته ذکر شویو ښوونیزو حوزو د ښوونکو استازو د دغه سیمینار له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه ډول علمي او اصلاحي برنامې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح لپاره مهم رول لري.
هغوی په خپلو ویناوو کې د حیا او عفت د ارزښت، د اسلامي حجاب د مراعاتولو، د بې‌حجابۍ او اختلاط د ناوړه پایلو، په اسلام کې د لمانځه د مقام او ارزښت او همدارنګه د امر بالمعروف، نهی عن المنکر د مسوولیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
دغه علمي او ارزښتناک سیمینار په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د مینځلو مواد ووېشل شول

د زده‌کوونکو د روغتیا او حفظ‌الصحې ساتنې په موخه، د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د حفظ‌الصحې د وضعیت ښه والي لپاره ۸۰۰ کڅوړې صابون ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۴۳
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا  داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په پام کې لري چې د روان ښوونیز کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ ۱۵ قلمه قرطاسیه‌ توکو د پېرودلو او چمتو کولو پروژې قرارداد، د جان محمد بابرزي سوداګریز او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په میدان‌وردګ ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان‌وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند بغلک منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. 
د یادې ودانۍ د جوړېدو لګښت ۱،۹ میلیونه افغانۍ دی. . .

BACK TO NEWS