په میدان‌وردګ ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۳۷
521521

د میدان‌وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند بغلک منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. 
د یادې ودانۍ د جوړېدو لګښت ۱،۹ میلیونه افغانۍ دی، چې د سیمې د خلکو له مالي مرستو څخه ورکول کېږي.
د میدان‌وردګ ولایت پوهنې ریاست مسوولینو د دایمیرداد ولسوالۍ د علم‌پروره خلکو له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې یاده ودانۍ به له اړینو ملحقاتو سره اته درسي خونې ولري او ټاکل شوې ده، چې په سیمه کې لسګونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS