په زابل ولایت کې د تعلیمي بنسټونو مدرسینو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۲
پشسیز

د زابل ولایت ارغنداب او شینکۍ ولسوالیو اړوندو مدرسو او ښوونځیو د ۱۰۰ تنو مدرسینو او ښوونکو لپاره د مسلکي زده‌کړو یو ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو.
د یاد روزنیز پروګرام پر مهال د تدریس په بهیر کې د بېلابېلو طریقو کارول، د درسونو کیفیت لوړول او د تعلیمي نظم پیاوړتیا په څېر موضوعات شامل وو.
له ګډونوالو وغوښتل شول، چې د دغه پروګرام له زده‌کړو او تجربو څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي او په خپلو تدریسي چارو کې یې عملي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS