په زابل ولایت کې د تعلیمي بنسټونو مدرسینو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو
د زابل ولایت ارغنداب او شینکۍ ولسوالیو اړوندو مدرسو او ښوونځیو د ۱۰۰ تنو مدرسینو او ښوونکو لپاره د مسلکي زدهکړو یو ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو.
د یاد روزنیز پروګرام پر مهال د تدریس په بهیر کې د بېلابېلو طریقو کارول، د درسونو کیفیت لوړول او د تعلیمي نظم پیاوړتیا په څېر موضوعات شامل وو.
له ګډونوالو وغوښتل شول، چې د دغه پروګرام له زدهکړو او تجربو څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي او په خپلو تدریسي چارو کې یې عملي کړي.
