په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو مسوولینو او آمرینو لپاره علمي غونډه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۱۰
45

 د دایکنډي ولایت خدیر ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مسوولینو، ښوونکو او د پوهنې د ملاتړو شوراګانو غړو لپاره د مؤثرې زده‌کړې او پوهې ترویج تر سرلیک لاندې  درې ورځنۍ غونډه پیل شوه
په یاده غونډه کې ۷۷ تنه ښوونکو، چې د صنفي اصولو په روزنیز پروګرام کې شامل دي، ۲۴ تنه د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو، او همدارنګه ۲۳ تنه د پوهنې د ملاتړو شوراګانو غړو ګډون کړی دی او ګډونوال به د درې ورځو په ترڅ کې تخصصي زده‌کړې او د وړتیا لوړونې روزنې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS