په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو مسوولینو او آمرینو لپاره علمي غونډه پیل شوه
د دایکنډي ولایت خدیر ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مسوولینو، ښوونکو او د پوهنې د ملاتړو شوراګانو غړو لپاره د مؤثرې زدهکړې او پوهې ترویج تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ غونډه پیل شوه
په یاده غونډه کې ۷۷ تنه ښوونکو، چې د صنفي اصولو په روزنیز پروګرام کې شامل دي، ۲۴ تنه د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو، او همدارنګه ۲۳ تنه د پوهنې د ملاتړو شوراګانو غړو ګډون کړی دی او ګډونوال به د درې ورځو په ترڅ کې تخصصي زدهکړې او د وړتیا لوړونې روزنې ترلاسه کړي.
