د لوګر یوه ښوونځي ته د چندې پر پیسو ۹ درسي ټولګي جوړ شول

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۸ - ۱۱:۰
د لوګر یوه ښوونځي ته د چندې پر پیسو ۹ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د قلعه ګهنه د هلکانو او نجونو لېسې  ته د خلکو پر چندې ۹ درسي ټولګي جوړ شول. 
د نوموړو درسي خونو پر جوړولو شاوخوا ۶ سوه زره افغانۍ لګول شوي دي، چې خلکو په چنده راټولې کړې دي.    
دغه درسي ټولګي په پاخه ډول جوړ شوي دي، چې په یوه وخت کې د ۴۵۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري. 
دا مهال یاده لېسه  له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي ۸۰۷ زده کوونکي لري، چې له دې ډلې  ۱۱۰ یې نجونې دي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د قلعه ګهنه سیمې د اوسېدونکو یاد کار ستایي او دا د پوهنې له بهیر سره د هغوی لیوالتیا بولي. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم یو شمېر نورو ښوونځیو ته خلکو په چنده  درسي ټولګي جوړې کړي. 
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS