په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زدهکوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو او د هغوی د سپورټي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې دي، چې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
