په لوګر ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰۰ راستنېدونکي ماشومان په ښوونځیو کې شامل شول
د لوګر ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل ولي متقي په وینا، هغه ۵ زره او ۲۱۰ تنه راستنېدونکي ماشومان چې بېرته هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت له ازموینې وروسته د یاد ولایت د ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګيو کې شامل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټولو راستنېدونکو ماشومانو لپاره په ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
