پکتیا ولایت کې یو ښوونځي ترمیم شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۲
96296

د پکتیا ولایت ځاځي آریوب ولسوالۍ اړوند د انجنیر خیال محمد لېسه، د ښوونځي د تعلیمي شورا او د سیمې علم‌پاله شخصیتونو په مالي مرسته د ۲۰۵ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګمالي شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي له علم‌دوسته خلکو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو هېوادوالو هم وغوښتل چې له دیني مدارسو او ښوونځیو سره خپلې مادي او معنوي همکارۍ دوامدارې وساتي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سیمې خلکو او خیریه بنسټونو د همدغه ولایت له ښوونیزو مرکزونو سره ورته مرستې او همکارۍ کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS