د ځینو ولایتونو خبرونو ته لنډه کتنه
پکتیکا
د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ کنزالعلوم دیني مدرسې لپاره درې درسي خونې د خلکو لخوا د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې.
زابل
د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ خلکو د امالقراء دیني مدرسې جوړولو لپاره په ټولیزه توګه ۱۸۰ زره افغانۍ مرسته کړې، چې د یو جریب ځمکې په ساحه کې به جوړه شي.
یاده مدرسه به له ټولو اړتیاوو سره سم ۴ درسي خونې ولري.
اوس مهال، په دې مدرسه کې ۲۲۰ ته طلاب په زدهکړو بوخت دي.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د زبیریه دیني مدرسې ودانۍ ترمیم چارې بشپړې او لګښتونه یې د ځایی خلکو لخوا د ۹۰۰۰ افغانیو په اندازه ورکړل شول.
