له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۶
زذازر

فاریاب
په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت مسئولینو، یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو، علماءکرامو او ښوونکو پکې ګډون درلود، د فاریاب ولایت د مقام مرستیال محترم الحاج مولوي نصرت الله فیضاني لخوا محترم مولوي عبدالله رحماني د یاد ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

هرات
د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر، په یاد ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا لپاره د ۲۵ خالي بستونو لپاره د ازاد رقابت ازموینې له پروسې څخه لیدنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې ټولټال۶۰ تنو نوماندانو دغو بستونو لپاره نوم‌لیکنه کړې وه.

بامیان
بامیان زون کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی سیمینار، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت الله سهار لخوا پرانیستل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS